امنیت

د کندز خلکو له پوځيانو سره ملاتړ اعلام کړ

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
د کندز خلکو نن له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د کندز د خلکو د ملاتړ په موخه په کندز ښار کې جوړه شوه؛ د غونډې برخه والو د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو مېړانې او سرښندنې وستايلې او زياته يې کړه: موږ چمتو يوو په هر راز شرايطو کې د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږو او د هغوى ملاتړ وکړو.
د کندز والي عبدالستار ميرزکوال وويل: اوس وسله وال طالبان په کندز کې ماتې خوړلې ده او هېڅکله د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په وړاندې مبارزه نه شي کولى.
د کندز امنيه قوماندان پاسوال فريد احمد مشعل د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د کندز د خلکو د پراخ ملاتړ په خاطر خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې امنيتي او دفاعي ځواکونه يوځل بيا ژمنه کوي چې د وسله والو مخالفينو په مقابل کې به په مېړانې سره مبارزه وکړي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته