کا بل باختر دسلواغى اوله
د ډنمارک صدراعظمې مېرمن هلې تونېن سمېډ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي ته ډاډ ورکړ چې هېواد به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.
په هغې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې تر سره شوه، دواړو لورو له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسؤولیتونو د لېږد، د سولې د بهیر او له وسله والو مخالفینو سره د خبرو په اړوند خبرې وکړې.
همداراز په دې کتنه کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د ډنمارک د مرستو او همکاریو د څرنګوالي په اړوند هم خبرې وشوې.
د ډنمارک صدراعظمې د هېواد جمهور رئیس ته د هغه سفر په اړوند چې د هلمند ولایت ته یې کړی و، معلومات ورکړل او په دې ولایت کې یې امنیتي حالت د قناعت وړ وباله.
حامد کرزي د افغانستان د خلکو په استازیتوب په تېرو لسو کلونو کې د ډنمارک له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه.