کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي، دکابينې د غړو او دافغانستان د ټول ملت په نامه د جمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال
محمد قسيم فهيم د مړينې له امله د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغامونه باختر آژانس ته رارسيدلې دي .
په پيغامونو کې ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم د آزادۍ او خپلواکۍ غوښتونکى شخصيت او دهيواد په باب د ژور فکر لرونکى شخصيت په توګه
او دهيواد رښتينى بچى بلل شوى دى او د هيواد په اوسنيو نازکو شرايطو کې
د ده نشتوالى يوه نه جبيره کيدونکې ضايه بلل شوې ده .
دغه پيغامونه د پنجشير د والي مولانا عبدالرحمن کبيري او د دغه ولايت دملکي او پوځي منسوبينو ، د بدخشان د والي ډاکتر شاه ولى الله اديب او ددغه ولايت دپوځي او ملکي منسوبينو ، د پکتيا د والي جمعه خان همدرد او د دغه ولايت د دولتي ادارو دمنسوبينو، دغزني دوالي موسي خان اکبرزاده او ددغه ولايت د پوځي او ملکي ادارو د منسوبينو له خوا ليږل شوي دي
0 1 دقیقه لوستل