کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
ديارلس تنه دځمکې دغضبولو په تور چې غوښتل يې دځمکې له خاوند څخه پيسې ترلاسه کړي دهرات ولايت دپوليسو له خوا ونيول شول .
دغو کسانو چې د انجيل ولسوالۍ په مربوطاتو کې په غضب شوي ځمکه کې کافي شاپ جوړ کړى و او په هغه کې يې نشه يي توکي استعمالول اوغير مشروع کارونه يې ترسره کول دځمکې دخاوند دعريضې پربنسټ او دهرات ولايت دامنيه قوماندان دجدي لارښوونې له مخې د شپږمې امنيتي حوزې دپوليسو له خوا ونيول شول .
له دغو کسانو څخه يوه ترکي تومانچه ، يوه توره ، سل ګيلوګرامه چرس او دموسيقي يوشمير سامان الات ترلاسه شوي دي .
دهرات پوليس وايي چې نيول شوي کسان تر پوښتنې لاندې دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل