سیاست

دمالیې وزیر د جورجیا هیواد د لومړي وزیر له لومړي مرستیال او مالیې وزیر، د اقتصاد او پایداره پراختیا له وزیر سره په جلا جلا ډول وکتل

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن چې جورجیا هیواد ته په رسمي سفر تللی، د خپلو لیدنو په دوام کې د یاد هیواد د لومړي وزیر له لومړي مرستیال ښاغلي دیمیتري کومسي    شیولي، اقتصاد او پایه داره پراختیا وزیر ښاغلي جورجيګارخاریا سره په جلا جلا ډول وکتل.
دماليې وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنو کې د دواړو هیوادنو تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون په جوړېدو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د هوکړه لیکونو پر لاسلیکېدو، د لاجوردو لارې پر ترانزیټي دهلیز، د ګمرکونو په برخه کې پر ګډې همکارۍ، هوایې خدمتونو، لوړو زده کړو، په عایداتي سرچینو کې په اصلاحاتو، د خصوصي سکټور پر ملاتړ، د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ خونو پر همکاریو، د اسان خدمت په پروګرام، د پراختیایې بودیجې د لګښت او د زیربنا د پیاوړتیا په برخو کې د جورجیا هیواد په تجروبو او یو شمېر نورو مسایلو د نظرونو تبادله وکړه.
دمالیې وزیر د جورجیا هیواد لومړي وزیر له لومړي مرستیال او مالیې وزیر ته بلنه ورکړه، چې کابل ته سفر وکړي.
همدا شان مالیې وزیر د خپلو کتنو په لړ کې نن د جورجیا هیواد د خصوصي سکټوراو د سوداګرو له استازو سره په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو، د دواړو هیوادونو تر منځ د خصوصي سکټور پر همغږۍ او همکاریو، پانګونې ته په هڅونې، د عامه او خصوصي مشارکت پر ګټو او جوړېدو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو بحث او خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته