کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤مه
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت د دغه ولايت د ولايتي روغتون څخه د خدماتو د اروزولو په موخه وکوت.
وحدت هغه رنځپوهان وستایل چې خدمات يې د قناعت وړ و،خو ترڅنګ يې اړوندو مسولينو ته دنده وسپارله چې د ناروغانو د چوپړ په برخه کې هيڅ شان هڅې ونه سپموي.
ده د ولايتي روغتون له رنځورپالو څخه وغوښتل چې په روغتيايي برخه کې د دغه ولایت ولسونو ته د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي.#
0 د یوې دقیقې څخه لږ