امنیت

د پوليسو يو منسوب د قاچاقو په تور ونيول شو

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
دپوليسو يو مامور نن په بدخشان ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاقو په تورونيول شو.
د کشم ولسوالۍ امنيه قوماندان سيف الرحمن صابري باخترآژانس ته وويل: دپوليسو دخاصې قطعه يو افسر دوه ديرش پاکټه هيروئين دپوليسو ديو رنجر موټر  په واسطه د بدخشان ولايت دکشم له ولسوالۍ څخه د تخار ولايت ته ليږدول چې د کشم ولسوالۍ په مادابه کلي کې ونيول شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل: له تورن څخه يوکلاشينکوف، د کلاشينکوف شپږ شاژورونه ، يوه تومانچه او يوه مخابره ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته