کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٧
د هېواد په بېلابېلو سيموکې دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې دښمن ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغو عملياتوکې چې د ډار اچوونکو د ځپلو لپاره د غزني ولايت د قره باغ، د قندهار ولايت د غورک، د روزګان ولايت د چارچينو او د هلمند ولايت د کجکي او ګرشک د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ دښمن ته د سر دروند زيان اوښتى دى .
د دغو عملياتو په بهيرکې د دغو ډلو يو شمېرکسان ټپيان او پنځه تنه نوريې نيول شوي دي او دغه راز يوه اندازه وسله او د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات په عملياتوکې د شاملوځواکونو لاس ته ورغلي دي او د وسايطو ضد په لسګونو ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
د يوبل خبرله مخې:
د ملي اردو درې تنه منسوبين د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې د ماين د چاودنې له امله شهيدان شوي دي.