کابل باخترد وري دمياشتې ١١ :
دمسافر وړونکو بسونو چلوونکي دهرات _ قندهار د لويې لارې په آب خرما سيمه کې د وسله والو غلو د شتون له امله شکايت لري .
دوى وايي: وسله والو غلو په دې ساحه کې په لويه لاره کې سترخنډونه جوړکړي دي او مسافر وړونکي بسونه او نور وسايط دروي او د سپرليو د مالونو په لوټولو لاس پورې کوي.
دهرات _ قندهار لويې لارې د پوليسو مسوولين وايي چې په طالبانو پورې تړلي اړوندکسان لاره کې د سپرليو دپيسو او لوازمو په لوټولو لاس پورې کوي.
په همدې حال کې د پوليسو يومسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ باختراژانس ته وويل چې تراوسه پورې دپوليسو يوشميرسرتيري هم د سپرليو د مالونو او پيسو دغلا او ځورونې په تور له دندو څخه ګوښه کړاى شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل