کابل / د کب ۲۶ مه / باختر
په لسګونوکوماندو سرتېري له پوځي او عقیدتي زده کړو وروسته د میدان وردګو له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول.
دغوسرتېرو د پوځي او عقیدتي په برخوکې زده کړې کړي دي.
د میدان وردګو د والي مرستیال شیخ شیراحمد حقاني د دغو سرتېرو د فراغت په مراسموکې له دوی څخه وغوښتل چې د هېواد له ناموس او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع په لاره کې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي.
د مرکزي قول اردو د څلورمې لوا قوماندان مولوي نقیب الله حامد وویل چې په دې دوره کې د کوماندو ۵۰ سرتېري په دې پوځي واحد کې نظامي او عقیدتي زده کړې کړي دي او اوس د هرډول ګواښ ، ملي ځواکمنۍ او ځمکنۍ بشپرتیا په وړاندې مبارزې ته چمتودي.
فاروغ شوي سرتېري په خپلوخبروکې ژمنه وکړه چې له هېواد څخه د دفاع په لاره کې به له ځانه تېرشي.
ع