ټولنه

په بغلان ولايت کې دډبرو سکرو ديوکان څلور تنه کارګران ووژل شول

کابل باختردسلواغې دمياشتي ٢١ :

دبغلان ولايت دتاله اوبرفک ولسوالۍ دګل غنډي دډبرو سکرو دکان څلور تنه کارګران  پرون ووژل شول.

ددغه کان يوتن مسوول دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل دغه کارګران دډبرو سکرو دګاز دخپريدو له امله په کان کې وژل شوي دي.

خبرځاى  وويل چې دګل غنډي دډبرو سکرو دکان امريت ددغو وژل شويو هرې يوې کورنۍ سره  لس زره افغاني مرسته وکړه.

يوه نيمه مياشت  مخکې هم دبغلان ولايت دنهرين ولسوالۍ دچارک دډبرو سکرو په کان کې  دګازو دخپريدو له امله دولس تنه کارګران ووژل شول او ديرش تنه نور مسموم شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته