سیاست

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن د يوې ناستې په ترڅ کې د هېواد د معلولينو د يو شمېر استازو غوښتنې او وړانديزونه واوريدل.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ٨نيټه :
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن د  يوې ناستې په ترڅ کې د هېواد د معلولينو د يو شمېر استازو غوښتنې او وړانديزونه واوريدل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دي کتنه کې څو تنو د نورو په استازيتوب وويل چې د معلوليت لرونکو اشخاصو غوښتنو او ستونزو ته درسيدګۍ په موخه دمعلولينو د عالي شورا جوړېدو، په مهموملی مسلو کې معلولينو ته د ونډې او د معلولينو د خپلواکې ادارې جوړېدوته اړتيا لري.
د مشرانو جرګې رئيس د معلوليت لرونکو اشخاصو دقربانيو څخه د ستاينې ترڅنګ وويل چې د هېواد معلولين د افغانستان د لوي ملت د ميړانو ژوندۍ بیلګه ده او ژمنه يي وکړه چې د دوی وړانديزونه               او غوښتنې به د هېواد له جمهور رئيس سره مطرح کړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته