سرپل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٢ :
په سرپل ولايت کې د ادارې او حسابدارۍ د انستيتوت د اداري ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
د سرپل ولايت د پوهنې رياست د ادارې او حسابدارۍ د اداري ودانۍ د جوړولو د کار په پرانستلوکې چې د سرپل والي محمدظاهر وحدت، سناتور محمدعظيم قوياش، د ولايتي شورا غړو، د ملکي او نظامي ادارو يوشمېر رئيسانو او د قومونو مشرانو برخه لرله، په رسمي ډول پيل شو .
د سرپل والي له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د دغې ودانۍ د کار چټکتيا او کيفيت ته جدې پاملرنه وکړي .
دغه ودانۍ به د مجيب سراج د قراردادي شرکت له خوا په دوو پوړونوکې چې شپاړلس درسي خونې به ولري، په اوو مياشتوکې په پاخه او اساسي ډول جوړه شي .
د دغې ودانۍ د جوړولو لګښت څه د پاسه شپاړلس ميليونه افغانۍ کيږي چې د ماليې وزارت له بودجې څخه به ورکړاى شي .
0 1 دقیقه لوستل