خبرونهاقتصاد

د مالیې وزیر دایکنډي ته سفر وکړ

کابل، د چنګاښ ۲۸ مه، باختر
د هېواد د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د یو کاري سفر لپاره پرون ناوخته د دایکنډي ولایت ته روان شو.
د باختر آژانس د خبریال د خبر له مخې، دایکنډي ته د ماليې وزارت سرپرست د سفر هدف د دغه ولایت له مسوولینو سره کتنه، د بنسټیزو پروژو د ستونزو لرې کول، عواید، بودجه او د یو شمېر نورو مواردو څېړنه بلل شوې ده.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د دغه ولایت د مسوولینو په ګډون جوړه شوه د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري وویل، چې د دایکنډي ټولې نیمګړې پروژې چې ترکار لاندې دي یو په بل پسې به بشپړې شي.
د مالیې وزارت سرپرست په دې سفر کې د دایکنډي بېلا بېلې سیمې او د خلکو له ژوندانه هم کتنه وکړه او د نورو ستونزو ترڅنګ د څښاک د اوبو کمښت د دغه ولایت له جدي ستونزو او چلنجونو څخه وبلله او د څښاک د اوبو د ستونزې د حل کولو ژمنه وکړه.
په دې غونډه کې ډاکټر محمد علي روزګاني د دایکنډي د خلکو په استازیتوب د نیلي د هوايي ډګر د جوړولو لپاره د بودجې، نیمکاره پروژو، د کابل – دایکنډي د سړک د پخولو او د نیلي ښار د څښاک اوبو لپاره د بودجې د ځانګړي کولوغوښتنه وکړه.
ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته