کابل باختردمرغومي ديرشمه :
امنيتي ځواکونوپه تيروڅليرويشتوساعتوکې د چاڼيزوعملياتو په بهيرکې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د قندهار، ارزګان، ميدان وردګو، غزني، فراه او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړچاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ يو تن ټپي او اتلس تنه نور يې ونيول شول .
په دغوعملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د کونړ، ننګرهار، فارياب، ارزګان او د هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې لس ماينوه کشف او شنډ کړل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ