سیاستامنیت

د لوړپوړې امنيتي رهبرۍ غونډې د قندهار او روزګان ولايتونو امنيتي وضعيت وارزوه

– کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د لوړپوړې امنیتي رهبرۍ غونډه د قندهار او روزګان ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه، نن له غرمې مخکې په ۲۰۵ اتل قول اردو کې جوړه شوه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛په دې غونډه کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د کورنیو چارو وزیر محمد مسعود اندرابي، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي، د قندهار او روزګان والیانو، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان او امنیه قومندانانو او د یادو ولایتونو ټولو امنیتي مسوولینو حضور درلود.
په پیل کې د قندهار والي حیات الله حیات د یاد ولایت امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او په دغه ولایت کې د مېشتو امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز او د امنیت د تامین د لازیاتې پاملرنې غوښتونکی شو.
وروسته د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال شفیق الله رسول زي د قندهار د ولسوالیو د امنیتي وضعیت، د قوتونو د اکمال او تعبیې او پلان جوړولو په اړه معلومات ورکړل او د پرسونل د کمبود او مهماتو د اکمال غوښتنه یې وکړه.
ورپسې د قندهار امنیه قوماندان تادین خان او د یاد ولایت د ملي امنیت رییس نظرشاه صافي د دښمن د بریدونو او تحرکاتو د دفع او شنډولو په موخه د خپلو هڅو د لازیاتې همغږۍ په اړه معلومات وړاندې کړل.
همداراز په دې کتنه کې د روزګان والي محمدعمر شېرزاد، د دغه ولایت امنیه قوماندان او د ملي امنیت رئیس د روزګان د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
یادو ویناوالو د روزګان عمومي امنیتي وضعیت هیله بښونکی وباله، خو د دهراوود ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ښه والي په برخه کې د لا زیات ملاتړ او د دغه ولایت د پولیسو د تمویل، تجهیز او اکمال غوښتونکي شول.
دوی همداراز د فساد موجودیت اصلي ننګونه وبلله او ویې ویل: د موجوده تشکیل مطابق زموږ د پرسونل شمېر کم دی او باید په منځنۍ او ټيټه کچه کې همغږي رامنځته شي.
په دې کتنه کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په قندهار او روزګان ولایتونو کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا او مېړانه وستایله او پر لا زیاتې همغږۍ، اصلاحاتو او د هوا له لارې یې د ځواکونو پر اکمالاتو ټینګار وکړ.
جمهوررییس د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د دښمن د شومو پلانونو شنډولو په خاطر په یادو ولایتونو کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د قدردانۍ پر مهال وویل، اړتیاوې مو په واضح ډول وړاندې کړئ چې په اساسي توګه یې اکمالات وشي.
هغه د لوژستیک مدیریت، ضایعاتو د مخنیوي او د پولیس ظرفیتونو څخه پر غوره استفادې ټینګار وکړ وې ویل: باید په دې برخه کې واضح او منسجم پلان ولرو.
جمهوررییس وویل: د قندهار امنیتي وضعیت د ښه والي او په دغه ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښه اکمال په موخه جدي تصمیمونو ته اړتیا لرو.
د هېواد جمهوررییس زیاته کړه: قندهاریان یواځې نه دي، کابل پلازمېنه او قندهار د افغانستان زړه دی، موږ واضح حقایق غواړو، ترڅو وړ بدیلونه ورته ولټول شي.#
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته