ښوونه او روزنه

د ايران په ښوونځيوکې د بې سندو افغان مهاجرينو د ماشومانو شموليت پيل شو

کابل باختر د زمري څوارلسمه :
د ايران په ښوونځيوکې د هغو افغان مهاجرينو د شموليت بهير پيل شو چې  د استوګنې له سندونو پرته په ايران کې شپې سبا کوي.
د باخترآژانس دخبر له مخې:
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې د ايران په ښوونځيوکې د هغو افغان مهاجرينو د ماشومانو د شموليت بهير د تيرې اوونۍ د دوشنبې له ورځې څخه پيل شوى دى چې د استوګنې له سندونو پرته په ايران کې شپې سبا کوي .
په دې اعلاميه کې ويل شوي دي: (( د ايران د حکومت د دغه ارقام له مخې افغان ماشومان کولى شي د تهران، اصفهان، قم، جنوبي خراسان ، يزد ، البرز او د سمنان د ولايتونو په ښوونځيوکې نومونه وليکي.))
دغه راز څرګنده  شوې ده چې دغه اقدام د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت د مشرتابه هيئت له پرله پسې هڅو او سفر وروسته ترسره کيږي چې نږدې درې مياشتې مخکې يې ايران ته درلود .
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت د مقاماتو د څرګندونوله مخې: په هغو ٣٢٠ زرو تنو افغان  زده کوونکو سربېره چې همدا اوس په زده کړې بوخت دي؛ د دغه هيواد د ښوونځيو دروازې به هم د نږدې ١٠٠ زرو تنو نورو افغان ماشومانو پرمخ پرانستلې شي.
مخکې له دې هغو افغانانو ته چې د استوګنې سندونه يې نه لرل؛ په ايران کې د تعليم حق نه ورکول کيده .
د يادونې وړ ده چې په ايران کې نږدې يو اعشاريه څلور مليونه تنه افغانان چې قانوني سندونه لري او کابو يو مليون تنه نور افغانان چې قانوني سندونه نه لري؛ شپې سبا کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته