فرهنګ

دسلو لرغونو آثارو دقاچاقو مخه ونيول شوه .

کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
هغه سل لرغوني آثار چې په افغانستان کې دکورنيو جګړو په بهير کې  له هېواد څخه بهر ته لوټ کړى شوي و له جاپان څخه بيرته هېواد ته راوليږدول شول او دملي موزيم مسوولينو ته وسپارل شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دافغانستان کابو سل تاريخي آثار چې په هېواد کې دتنظيمي جګړو په بهير کې لوټ او دقاچاقو په ډول جاپان ته ليږدول شوي و ديو جاپاني تبعه ايکو هيراما له خوا چې په خپله هم په خپل هېواد کې په فرهنګي فعاليتونو بوخت دى راټول او په توکيو کې دافغانستان دسفارت مسوولينو ته وسپارل  شول چې په توکيو کې دافغانستان دسفير ډاکتر محمد امين فاطمي له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمالي ،اداري او ګرځندوى  معين زردشت شمس په وړاندې په کابل کې دملي موزيم مسوولينو ته وسپارل شول .
ديادونې وړ ده چې دوه آثار لاتراوسه پورې هم په توکيو کې دافغانستان په سفارت کې پاتې دي چې په ډير لنډ ممکن وخت کې هېواد ته راليږدول کيږي
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي ،اداري او ګرځندوي معين زردشت شمس ددغو آثارو په راټولولو کې په توکيو کې  دافغانستان دسفارت او دجاپان دفرهنګي شخصيتونو دهمکارۍ له  امله  دمننې په ترڅ کې دلرغونو آثارو په ساتنه کې ددغه وزارت دژمنې  خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته