Uncategorized

د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې تېره اوونۍ څه باندې ۷۵ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي

کابل، د مرغومې ۲مه، باختر

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ (  د لېندۍ له ۲۴ مې تر ۳۰ مې) نېټې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۵ زره ۴۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۵۱ زره ۷۲۳ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳ زره  ۳۷ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰ زره ۷۰۵ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه  ۷۵ زره ۴۶۵ مټریک ټنه انتقالات کېږي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په تېره اوونۍ کې ۱۷۰۰ ټنه صادرات او ټرانزیټ شوی، چې لویه برخه یې کینو او مالټې دي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې وړمه اوونۍ هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د څه باندې نږدې ۸۶ زره مټریک ټنو د انتقالاتو خبر ورکړی و.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته