ښوونه او روزنه

په کاپيسا کې دښځينه بڼ د روزنيز مرکز پرانستل.

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٣
په کاپيسا کې دښځينه بڼ د روزنيز مرکز ودانۍ په دې وروستيو وختو کې پرانستل شوه دغه ودانۍ دښځو دچارو وزارت دمعين له خوا دکاپيسا ولايتي شورا د رييس او ددغه ولايت د زياترو دولتي ادارو د رييسانو په شتون پرانستل شوه .
دښځو دچارو وزارت دمسلکي او پاليسۍ معينيت سرپرستې شاه جهان يزدان پرست ددغې ودانۍ دپرانستلو په مراسمو کې وويل: د ښځينه بڼ د روزنيز مرکز جوړول به دکاپيسا دښځو د ظرفيت او ځواکمنۍ دلوړولو او ودې په لاره کې ښه فرصت وي.
دې دښځو دچارو وزارت دفعاليتونو او برياليتوبونو يادونه هم وکړه او زياته يې کړه په کاپيسا کې دښځينه بڼ دودانۍ جوړول په تيرو ديارلسو کلونو کې ددغه وزارت دبرياليتوبونو يوه بيلګه ده .
دکاپيسا والي سيد محمد خالد هاشمي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه ودانۍ دښځو دچارو وزارت دپرمختيايي بودجې څخه دڅه دپاسه يوولسو مليونو افغانيو په ارزښت داته جريبه ځمکې په ساحه کې جوړه شوې ده .
دکاپيسا دوالي دڅرګندونو له مخې، دغه ودانۍ په دوو پوړونوکې ١٨ خونې او ٢ سالونونه لري. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته