Uncategorized

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست، په تورخم کې د راستنېدونکو هېوادوالو وضعیت وارزاوه

کابل، د مرغومي ۲مه، باختر

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست ملا محمد عباس آخند، په تورخم کې د راستنېدونکو هېوادوالو وضعیت له نږدې ارزولی دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملا محمد عباس آخند ننګرهار ته د خپل سفر په بهیر کې، په تورخم کې د راستانه شویو هېوادوالو کمپ، د مؤظفو کاري کمېټو او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر فعالیتونه ارزولي او د یادو برخو مسئولین یې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د لا زیاتو مرستو رسولو په خاطر هڅولي دي.

هغه دغه راز د راستنېدونکو او مسئولینو ستونزې او ننګونې اورېدلې او ډاډ یې ورکړی چې ستونزې به یې د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې هڅې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته