دملي اردو منسو بينو پرون د هيواد په ځينو ولايتونو کې دګډو محاربوي تصفيوي عاليتونو په بهير کې دوه ويشت تنه مشکوک کسان نيو لي دي.
دملي دفاع وزارت مطبو عاتي دفتر د باختر ا طلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه عمليات دلوګر، هلمند ، خوست ، کندز ،ارزګان ، ميدان وردګو ،غزني او کند هار د ولايتو نو په مر بوطاتو کې ترسره شوي دي چې له امله يې دوه ويشت تنه مشکوک کسان نيول شوي او درې کلاشينکوفو نه ، يوه پيکاماشينګڼه ، اووه لاسي بمو نه ، د پيکا اووه سوه ګو لۍ د٨٢ ملي متري توپ پنځه ګو لۍ ،د توغندي ويشتونکي درې صندوقه ګولۍ اودډار اچوونې يو شمير پاڼې او سندونه د ملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي اوشپږ ماينونه کشف او شنډکړي شوي دي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې د کند هار او کندز د ولايتو نو په مربوطاتو کې د امنيتې دندو په بهير کې د ملي اردو څلورتنه منسوبين ټپيان شوي دي .