نړۍ

دملګروملتو دسازمان درې تنه سوله ساتي ځواکونه په مالي کې ووژل شول

باماکو باختر دتلې دريمه :
دمالي  په شمال کې  دبم دچاودنې له امله دملګروملتو دسازمان څه ناڅه درې تنه سوله ساتي  ځواکونه ووژل شول او پنځه  تنه نور ټپيان شول .
باختراژانس دالوطن  دخبري سايت له خولې خبر راکړ . په مالي کې دملګروملتو دسازمان سوله ساتو ځواکونواعلام وکړ تروريستانو ديکشنبې په ورځ دمالي يوه واټ ته څيرمه دسوله ساتو ځواکونو په کاروان بمي بريد وکړ
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى . 
دبنګله ديش داردو دڅرګندونوله مخې، ددغه هېواد په ځواکونو چې  دملګروملتو  دسازمان دسوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې خدمت کوي بريد شوى دى .
په مالي کې دټولو نړيوالو سوله ساتو ځواکونوشمير کابو دولسو زرو پنځه  سوه  تنو ته رسيږي چې يوزرو شپږ سوه  اتيا تنه يې  بنګله ديشان دي .
دملګروملتو دسازمان سرمنشي  انتونيو ګوترش ددغه بريد په غندلو  سره په مالي کې ددايمي سولې او امنيت د تامنيولو لپاره دهڅو په دوام باندې ټينګار وکړ
دملګروملتو دسازمان هغه ځواکونه چې له  ٢٠١٣ ميلادي کال راپديخوا دسولې دساتنې لپاره په مالي  کې ديره دي په دغه هېواد کې زيات زيانونه زغملي دي .   ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته