خبرونهټولنه

څلورتنه د کابل- مزار په لويه لار کې په دريو ترافيکي پېښو کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې ٢٣ / باختر:
د کابل- مزار په لویه لار کې په دریو ترافیکي پېښو کې څلورتنه ووژل شول او څه ناڅه اووه تنه نور ټپیان شول.
په وژل شویو او ټپیانو کې یوه ښځه او درې ماشومان شامل دي.
دغه پېښې په تېرو٢٤ ساعتونو کې د سالنګونو په دواړو لورو کې د پروان او بغلان په مربوطاتو کې رامنځته شوي دي.
د کابل – مزار د لويې لارې د ترافيکو يومسوول باخترآژانس ته وويل؛ په دې پېښه کې د يوې ښځې په ګډون څلور کسان ووژل شول او څه ناڅه اووه تنه نورټپيان شول.
هغه د دغو پېښو اصلي علت د موټرچلوونکو ګړندى تګ او بې احتياطي وباله.
خو موټرچلوونکي د کابل – مزار پر لويه لار د دغه شان خونړيو پېښو اصلي علت د سړکونو خرابوالى وباله.
په پروان او بغلان کې د روغتيايي مرکزونو ډاکترانو د دغې پېښې د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته