کابل باختر دليندى اووه ويشتمه :
په کابل کې دفوټبال دبي ګروپ سيالۍ سبا په دريو لوبو سره دوام مومي
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې د افغان کلپ ټيم دوزير اباد له ټيم سره دسباوون ټيم دناياب له ټيم سره او دروستا ټيم دسپهر له ټيم سره لوبې کوي
دقيومي دڅرګندونوله مخې: په کابل کې دفوټبال دبي ګروپ سيالۍ دديرشو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ په دريو لوبو سره دوام مومي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ