ورزش

دجمهوري رياست لومړي مرستيال دفوټبال دسيمرغ البرز دټيم له غړو سره وکتل.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
دجمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم دفوټبال دسيمرغ البرز له غړو سره په کتنه کې له هغوى څخه وغوښتل چې د کلکې ارادې په پاللو او په ځان کې په نفس په اعتماد سره له زيات تمرين او مهارت سره سږ کال دافغانستان دفوټبال دغوره ليک اتلوالي ترلاسه کړي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې چې تيره شپه په کابل ښارکې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال په استوګنځي کې وشوه دجمهوري رياست لومړي مرستيال ورزشکاران دهيواد اتلان وبلل اوقدرداني يې وکړه : او ويې ويل تاسو:په خپل فوټبال سره دافغانستان دخلکو زړونه خپل کړل او دهغوى په شونډو کې موموسکاوټوکو له او دهغوى ترمنځ مو ملي پيوستون تامين کړ.
دجمهوري رياست لومړى مرستيال هيله څرګنده کړه چې سږ کال دافغانستان دغوره ليک سيالي په ښه فضا او حالت کې ترسره شي او په هغه کې داته ګونو برخه والو ټيمونو غړي په توپيرى فوټبال سره دهيواد ځوريدلو خلکو ته خوښى او خوشحالي ورکړي .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال دفوټبال دسيمرغ البرز دټيم غړو ته وويل: زه دتاسو او دخپل هيواد دهر اتل ورزشکار ترڅنګ ولاړيم او دهغوى د ټولو ملاتړ به وکړم.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دفوټبال دسيمرغ البرز د ټيم له غړو او دافغانستان دغوره ليک په سياليو کې له نورو برخه والو ټيمونو څخه وغوښتل چې هلې ځلې دې وکړي چې دورزش په ډګرونو کې خپل هيوادته ښه نوم او وياړنې وګټي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته