کابل باختر د چنګاښ يو ويشتمه
په کابل ښارکې دزونونو دکرکټ دسياليو په دوام پرون مازيګر د امير بند او دعينکو دمسو دکان ټيمونو لوبه وکړه .
باختر اژانس ته دهيواد دکرکټ بورد درسنيو دمسوول فريد هوټک د څرګندونو له مخې لوبه لومړۍ دعينکو دمسو دکان ټيم پيل کړ او په ٤٨ اورونوکې يي د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د امير بند ټيم ته دوه سوه نهه پنځوس منډي هدف وټاکه چې د امير بند ټيم ونه کړاي شول ورکړ شوي هدف پوره کړي او ديو سلو اووه ويشتو منډو په جوړولو سره يي ماتې وخوړه .
ددغو سياليو په دوام نن دکابل دکرکټ په ډګر کې دآمو او سپين غر ټيمونه او دبګراميو په ډګر کې دعينکودمسو دکان ټيم او دبست ټيم لوبه کوي .