سیاست

جمهور رئیس غني: ترهګري ښه او بده نه لري، دا پدیده په خپل ذات کې ناوړه ده

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٣١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې  د افغانستان لپاره د تماس د نړیوالې ډلې دوره یي ناستې ته وینا وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په نوښت جوړه شوې وه د افغانستان جګپوړي دولتي غړي، د مرسته کوونکو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو حضور درلود. د افغانستان جمهور رئیس د وینا پرمهال په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د هلو ځلو او د دوستو هېوادونو د مرستو  له امله مننه وکړه، وې ویل چې ستاسو ژمنتیا موږ ته دا توان راکوي چې راتلوونکی جوړ کړو او په تېر برلاسي شو.
جمهوررئیس وویل، د ترهګري ماهیت بدل شوی دی. موږ له ترهګري سره د یوې سیستماتیکې پدیدې په توګه مخ یوو، دا پدیده  تر پخوا وژونکې، منظمه او د ډېرو سرچینو لرونکې ده . موږ باید له هغې سره د مقابلې لپاره ګډ درک ولرو.
جمهور رئیس وویل، ترهګري ښه او بد نه لري او دا پدیده په خپل ذات کې ناوړه ده.
جمهور رئیس له جرمي اقتصاد سره د مقابلې د څرنګوالي په هکله چې د ترهګري د ودې او د  دولتونو د بې ثباتي لامل کېږي هم خبرې وکړې.
محمد اشرف غني وویل، د افغانستان لپاره زموږ لیدلوری دادی چې دا هېواد د مرستو بستر دی. موږ چې کوم جنګ کوو دا د ټولو په نمایندګي دی. دا یوازې زموږ جنګ نه دی، هغه جنګ دی چې د راتلوونکو نسلونو په استازیتوب او همدارنګه د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره کېږي.
جمهور رئیس د افغانستان د بهرني سیاست پنځو حلقو ته په اشارې او دا چې زموږ ځینې ننګونې سیمه ییزې دي وویل، د ترهګري پدیده نن ورځ چین، هند، روسیه، ایران او د سیمې ټول هېوادونه کواښوي او موږ باید په ګډه د هغې پر ضد مبارزه وکړو.
جمهور رئیس دېته په پام چې اسلامي هېوادونه د افغانستان د بهرني سیاست مهمه حلقه جوړوي وویل، موږ باید د ترهګري پر ضد یو ګډ لیدلوری ولرو او په دې اړه د مکې اعلامیه یوه ډېره مهمه اعلامیه وه.
جمهور رئیس غني وویل، د افغانستان د بهرني سیاست بله حلقه امریکا، اروپایي هېوادونه، کاناډا، جاپان ، همدارنګه ناټو او د غوڅ ماموریت غړي هېوادونه دي چې له جغرافیایي پلوه له افغانستان څخه لیرې دي، خو له احساسي پلوه له موږ سره نږدې دي.
جمهور رئیس  په سیمه ییزه همکاري، په ځانګړي ډول سوداګریزه همکاري ټینګار وکړ  او وې ویل، زموږ نېکمرغي او سوکالي په سوداګریزو اړیکو پورې اړه لري او سوداګري تلپاتې سوکالي منځته راوړي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه چې افغانستان نور په وچې پورې محدود هېواد نه دی، بلکې د سیمې په څلور لار او پل د بدلېدو په حال کې دی.
ده وویل، افغانستان د همکاریو بستر دی او موږ چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې زموږ د لیرې او نږدې ګاونډیانو پر ضد ګټه واخلي.
جمهور رئیس په هېواد کې د سولې او ثبات په تامینولو ټینګار وکړ او وې ویل، څوک چې سوله غواړي، نو په خلاصه غېږ یې منو او څوک چې جنګ غواړي، نو له هغوی سره مقابله کوو.
جمهور رئیس غني یادونه وکړه، چې موږ د دوه ډوله سولې په لټه کې یوو، د افغانستان او پاکستان تر منځ سوله او وروسته له هغه د افغانستان د دولت او د وسله والو مخالفینو تر منځ سوله.
جمهور رئیس وویل، جنګ ته به په جنګ ځواب ورکړو. موږ جنګ نه غواړو، جنګ په موږ تپل شوی دی او موږ په دې جنګ کې برلاسي یوو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د پاکستان د صدراعظم نوازشریف  هغوڅرګندونو ته چې د کابل په سفر کې یې وکړې  خوښ یم. هغه وویل چې د پاکستان له خاورې به د افغانستان په ضد د ګټې اخیستنې اجازه ورنه کړي، دا خبره باید په عمل کې ثابته شي، د تروریساتو پټنځایونه او د هغوی مادي ملاتړ باید ترې واخیستل شي.
جمهور رئیس ښې حکومتوالۍ ته په اشارې وویل، راتلوونکې  اونۍ د کابینې د لومړنیو سلو ورځو پلان تطبیقېږي او هر وزیر به یو ساعت خلکو ته د خپلو لومړنیو سلو ورځو د پلان په اړه خبرې کوي چې له دې سره ښایي د حساب ورکولو یو کلک چوکاټ رامنځته شي.
جمهور رئیس د هېواد اساسي قانون ته په درناوي د هغه تطبیق یوه کلیدي موضوع وګڼله او په دولتي بنسټونو کې یې په حساب ورکولو او شفافیت ټینګار وکړ. ده همدارنګه د نویو والیانو د ټاکلو په هکله خبرې وکړې. د والیانو او د کابینې د وزیرانو تر منځ په اړیکو او همغږي یې زیات ټينګار وکړ.
جمهور رئیس په پای کې په عدلي او قضایي سکتور کې فساد یوه لویه کمزوري وګڼله . په ښې حکومتوالۍ، د قانون د واکمني ټينګښت، ټاکنیزو اصلاحاتو او د پارلماني ټاکنو په ترسره کولو یې ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته