روغتیا

دعامې روغتيا وزير : اوس روغتونونه کافي بودجه په واک کې لري او دهغوي په فعاليتونوکې هيڅ راز نيمګړتيا د توجيه وړ نه ده .

کابل باختر د تلي دولسمه :
د عامې روغتيا وزيره  وايي  دکابل د ځينو  روغتونونو دفعاليتونو څرنګوالى
دستاينې وړ دى خو په  وزير اکبرخان  روغتون کې  د ستونزو د شتون په  باب د
وزير محمداکبر خان ديوشمير ډاکترانو شکايتونه څيړل کيږي .
دعامې روغتيا وزيرې چې نن يې په دې باب دباخترآژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل  : دهغې څيړنې له مخې چې دتيرې شپې په نيمايي کې د دغه وزارت دموظف هيت له خوا داندراګاندي د ماشوم د روغتيا ،  وزير محمداکبر خان او دملالۍ دنسايي او ولادي له روغتونونو څخه  وشوه د اندراګاندي دماشوم د روغتيا او د ملالۍ دنسايي او ولادي  روغتونونه  د روغتيايي او  دوايي  ښو خدمتونو دوړاندي کولو تر څنګ دهغوى نظافت او پاکي د قناعت وړ  وخو ،  د  وزير محمد اکبرخان په روغتون کې دپاکي اوصفايي او دغه راز د دغه روغتون دکارکوونکو د خوړو په برخه کې جدي نيمګړتياوې موجودې وې .
ډاکترې  دليل څرګنده کړه دعامې روغتيا وزارت له زياتوهلوځلو وروسته وکولاى شول دمالي او تدارکاتي اود لازمې بودجې صلاحيتونه دروغتونونو په واک  کې  ورکړي  چې د روغتون په حساب کولاى شي د درملو اود نورو اړتياو دپيرودنې
  ترڅنګ د اړونده روغتون دساتنې او څارني او دصفايي په  برخه  کې هم ستونزه 
و نه لري  خو که چيرې له ټولو امکاناتوسره سره په ځينو روغتونونو کې نيمګړتياوې وي دتوجيه وړ به  نه  وي .
دعامې روغتيا وزيرې خلکو ته ډاډ ورکړ چې په روغتونونوکې درمل او نورې اړتياوې په کافي اندازه  شته او په ناروغانو او په تيره  بيا دبسترو  ناروغانو اړتياوې له درملو څخه نيولې  ددرملنې تر نورو اړتياو پورې په  وړيا ډول  ورکول کيږي .
دعامې  روغتيا وزارت د مرکزي روغتونونو رييس ډاکتر سيدکبير اميري چې دروغتونونو دڅيړنې هئيت مشر دى باختراژانس ته وويل :  دملالۍ په نسايي او ولادي او داندراګاندي  دماشوم دروغتياپه روغتونونوکې ډاکتران اونور نوکريوال کارکوونکي موجود  و او ددغو دوو  روغتونو روغتيايي او دوايي خدمتونه او نظافت په ښه ډول  ترسره کيده
ده وويل دعامي روغتيا د وزيري د لارښوونې له مخې دروغتونونو څيړنه شپه  او ورځ  په دوام  دار ډول ترسره کيږي او داحتمالي ستونزو او نيمګړتياو دلري کولو لپاره جدي اقدامات ترلاس لاندي نيول کيږي .
ختم_ج _ اکرم                    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته