امنیت

درې دېرش طالبان په قندهار کې ووژل شول

١- کابل / د کب ٨ مه / باختر
په قندهار کې ٣٣ وسله وال طالبآن د پوځي عملياتو په بهير کې ووژل شول او ١٣ نور يې ټپيان شول.
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه د ډنډ ، ارغستان ،ارغنداب او دميوند دولسواليو په ځينو سيموکې بريدونه وشول .
دغه عمليات د سلګونو افغان ځواکونو په ګډون او د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شوي دي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرباڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو ٤ جګپوړي قوماندانان له خپلو ٢٩ ملګرو سره ووژل شول او ١٣ نور يې ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ يوشمېر وسله وال طالبان د افغان ځواکونو پر پوستو د يرغل په وخت کې په هوايي بريدونو او يوشمېر نور د هغوى پر پټنحيو د بريدونو په وخت کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو څو پټنځي له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو په قندهار کې د ٢٢ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته