۱۰۰ ورځې

نور: شل نورې ډلې د رايې پاڼو د پلټنې په بهيرکې زياتې شوې

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نن په يوه خبرې غونډه کې وويل: د راى پاڼو د پلټڼې او څيړنې د بهير د ګړندي کولو په خاطر لس – لس نورې ډلې زياتې شوې.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په دې خبرى غونډه کې دانتخاباتودخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور ټينګار وکړ: هلې ځلې دوام لري چې هره ورځ زرصندوقونه وپلټل شي چې په همدې مقصد د راى پاڼو په څيړنه کې لس کاري ډلې زياتې شوې دي او د رايو د پلټنې بهير په عادى ډول دوام لري.
نور زياته کړه: پرون د رايو څه دپاسه شپږ سوه شل صندوقونه بيا وپلټل شول. له نن پرته د رايو د څيړنې او پلټنې د بهير له پيل څخه شپږ زره درې سوه درې نوي صندوقونه بيا څيړل شوي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى د راى پاڼو د څيړنې او پلټنې د بهير د سستوالي علت د انتخاباتي مرکزونو د کتوونکو ترمنځ د نظر اختلافونه وبلل او وايي: يو علت چې د راى پاڼو د پلټنې د بهير دګړندي کولو ځنډ شوى دى؛ د دواړو نوماندانو د انتخاباتي مرکزونو د کتوونکو ترمنځ اختلافونه دي چې په ځينو مواردوکې له ساعتونو ساعتونه وروسته د رايو د يو صندوق د بشپړيدو په باب موافقې ته رسيږي .
د نور د څرګندونو له مخې: دغه اختلافونه کله ناکله د انتخاباتي مرکزونو د کتوونکو ترمنځ دومره جدي کيږي چې څو ساعته ديو صندوق نتيجه نه بشپړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته