نړۍ

دخيبر پښتونخوا ايالت په يوه ښوونځي کې دبم چاودنه .

پيښور  باختر د  زمري پنځمه :
  دخيبر پښتونخوا ايالت  سوات ښار ته څيرمه په يوه ښوونځي کې دبم دچاودنې له امله څه ناڅه پنځه تنه زده کوونکي ټپيان شول .
دپوليسو دڅرګندونوله مخې، دغه پرونۍ تروريستي پيښه دسوات ښار په شموزي ناحيه کې دنجونو په يو لومړنى ښوونځي کې رامنځته شوه .
دهمدې خبرله مخې ،  تروريستانو پخوا هم دخيبر پښتونخوا ايالت په بيلابيلو سيمو کې  دهلکانو اونجونو  په لومړنيو ښوونځيو کې دبمونو په کارولو سره دزده کړو د مرکزونو دويجاړيدو سبب کيده او دپاکستان خبري  خبرځايونه  له دې مخکې  رپوت ورکړ چې پوځي مليشې دتيرو کلونو په بهير کې  ددغه ايالت په قبايلي سيموکې څه ناڅه سلو ښوونځي له منځه وړي دي .ختم_ عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته