نړۍ

کاناډا دايبولا په ناروغۍ اخته مسافرانو ته ويزه نه ورکوي

اوتاوا دويچه ويله   باختردلړم دمياشتې ١١ :
له استراليا وروسته  دکاناډا حکومت هم خپلې پولې دايبولا ځپلو هېوادونو دمسافرانو پرمخ  تړي.
دکاناډا حکومت خبر ورکړى دى  چې له  ډيل پرته نور  دهغو دويزو دغوښتنليکونو په باب کار نه کيږي .
ويل شوي دي  چې  ددغې ناروغۍ دپراختيا دمخنيوي لپاره ددغه شان دقيقو اقداماتو ترسره کول ضروري دى.
تراوسه پورې  په  کاناډا کې دايبولا په ناروغۍ داخته کيدو هيڅ مورد نه دى پيژندل شوى .
ايبولا په ځانګړي توګه دافريقا دلويديځ ، سراليون ، ګينه  او دلايبريا په هېوادونو کې   خپره شوې ده .
دغه ويروسي ناروغي  يوويشت ورځې وخت  غواړي  چې نښې نښانې يې څرګندې شي .
ددغې مودې په بهېرکې اخته کسان ويروس  بل چاته  نه ليږدوي  . خو که چيرې
دتبې  يا کانګې په شان نښې نښانې شتون ولري  ليږدونه يې دبدن دمايعاتوله
لارې امکان لري .
پرون استراليا لومړنى لويديځ هېواد و چې اعلام يې وکړ  چې ديوې لنډې مودې لپاره  له دغو افريقايي هېوادونو څخه مسافرانو ته ويزه نه ورکول کيږي.
دنړۍ دروغتيايي سازمان درپوټ له مخې ، ديارلس زره پنځه سوه اووه شپيته تنه  په ايبولا اخته دي  او څلور زره نهه سوه يو پنځوس تنه  په دغه ويروس  داخته کيدو له امله له منځه تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته