کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
داولمپيک دملي کميټې رييس نن ديو هيت په مشرۍ برازيل روان شو .
دباختر آژانس خبريال دحامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه خبر راکړ : د اولمپيک دملي کميټې رييس او دملګري هيت دسفر موخه په برازيل کې دريو د ٢٠١٦ ميلادي کال په نړيوالو سياليو کې ګډون دى .
په هوايي ډګر کې داولمپيک دملي کميټې رييس ظاهر اغبر دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو نړيوالو سياليو کې دخپل هيواد په استازيتوب ګډون کوم او باور لرم چې برخه وال ورزشکاران کولاى شي ښه وځليږي.
اغبر زياته کړه :په دغو سياليو کې له افغانستان څخه دوه تنه ورزشکاران داتلانتيک اويا منډو په څانګه کې او يو ورزشکار دجيدو په څانګه کې ګډون لري
0 د یوې دقیقې څخه لږ