ټولنه

په غوربندکې د راى ورکولو بهير پيل شوى دى

کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
د غوربند درې په شينواري او سياه ګرد ولسواليوکې چېرته چې لوړ امنيتي ګواښونه شته؛ د راى ورکولو بهير نن سهار په اووه نيمو بجو پيل شو.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د پروان انتخاباتو خپلواک کمېسيون وويل چې په دغو ولسواليوکې د راى ورکولو بهير په لږ ځنډ سره پيل شو. خو عادي او له کومې ستونزې پرته دوام لري.
هغه وويل: په هغو سيموکې چې پخوا امنيتي ګواښونه وو؛ د راى رکولو بهير په عادي ډول دوام لري.
هغه وويل چې په دغه بهيرکې د خلکو ګډون پيکه دى، خو ښايي زيات شي.
هغه زياته کړه چې د غوربند د راى ورکولو په ټولو مرکزونوکې سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي او ډار اچوونکي د دغه بهير د ګډوډولو توان نه لري.
ختم-ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته