نړۍ

دافغان مهاجرينو دراستنولو په باره کې دپاکستان دحکومت څرګندونې

اسلام آباد   ايرنا  باختر دزمري د مياشتې ٢ :
دايرنا ددولتي خبري آژانس دانترنټي سايت  په ليکنه دپاکستان دسرحدونودچارو وزير عبدالقادربلوچ  دافغانستان له حکومت  او دمهاجرينو په چارو  کې دملګروملتو دسازمان له عالي کميشنرۍ څخه وغوښتل چې   خپل هېواد ته  دافغان مهاجرينو دراستنولو شرايطو برابر کړي.
دايران ددولتي خبري آژانس دخبرله مخې :  عبدالقادر بلوچ نن له  دغه آژانس سره په مرکه کې وويل ؛ که چېرې افغان مهاجرين دروان ميلادي کال  دمرغومي دمياشتې  تر  ١١نيټې پورې دپاکستان له خاورې څخه و نه وځي ، له دغې نيټې څخه وروسته به دوى ټول  غير قانوني مهاجرين وبلل شي.
دتيرې اوونۍ  دسه شنبې په ورځ  دافغانستان ، پاکستان  او دمهاجرينو په چارو  کې دملګرو ملتودسازمان دعالي کميشنرۍ داستازو درېمه غونډه  په پاکستان کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې  پاکستان  ډير ژر خپل هېواد ته دافغان مهاجرينو  اوپناه غوښتوونکو دستنيدو غوښتنه وکړه.
دمهاجرينو په چارو کې  دملګروملتو دسازمان عالي کميشنرۍ  اعلام کړى دى  چې په افغانستان کې امنيتي حالت ددې سبب شوى دى  چې  دروان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يوازې اووه زره تنه  افغان مهاجرين په داوطلبانه ډول خپل هېواد ته ستانه شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته