کابل / د لړم ٨مه / باختر
په بلخ کې د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړېدو سره نږدې زرو کورنيو لپاره د څښاک اوبه برابرې شوې.
د بلخ د کرنې او اوبو لګولو رييس محمد سالم ساعي باختر آژانس ته وويل چې د اوبو رسولو دغه شبکه د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له بودجې څخه د څه دپاسه ٩ ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
ساعي زياته کړه چې د دغې شبکې په جوړېدو سره د دوه زره جريبه زراعتي ځمکې د خړوبولو لپاره زمينه هم برابره شوې ده.
پاىج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ