کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٠نيټه :
دکار ، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د وزارت خبرتيا
هغو متقاعدينو ته چې، د هېواد د ولايتونو په کليو ، ناحيو او ولسواليو کې ژوند کوي او تر اوسه پورې د بايو متريک په سيستم کې نه دي ثبت شوي خبر ورکول کېږي چې، د بايو متريک بهير د ١٣٩٦ هجري لمريز کال دکب د مياشتې په وروستيو کې پاى ته رسېږي.
له دې امله غوښتنه کېږي چې، د هېواد په مرکز او يا د هرات ، بلخ ، ننګرهار او د قندهار په ولايتونو کې په ټاکلې موده له بايو متريک پروسې څخه پاتې متقاعدان د ثبت مرکزونو ته ورشي. د نه ورتګ په صورت کې به د دوى د ١٣٩٧ هجري لمريز مالي کال حقوق ورنه کړاى شي. پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل