روغتیا

په روزګان کې ۹۵ سلنه خلک له روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې دي

ترینکوټ باختر د لړم د میاشتې ۱۴ مه
له شاوخوا تېرو دوو میاشتو راهیسي په روزګان ولایت کې وسله والو مخالفینو نژدې ټول دولتي روغتیايي مرکزونه تړلي، چې له امله يې د سيمې اوسیدونکي له یو شمېر ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د روزګان ولایت د ولایتي شورا پخوانی رېیس عبدالکریم خادمزی د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې، ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې وسله والو طالبانو نژدې ټول روغتیايي مرکزونه تړلي چې،له امله يې۹۵ سلنه اوسیدونکي روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي څخه بې برخي شوي دي.
خادمزی وايي: دغه ستونزه يي له مرکزي ادارې سره هم شریکه کړې، خو لا هم یاده ستونزه پر خپل ځای پاتې ده.
په ورته وخت کې د ولایتي روغتون مشر امین الله توخی هم دغه ستونزه مني، خو وايي، چي ددغه ولایت د عامې روغتیا اړوند له شاوخوا ۵۹ روغتونونو څخه یواځې ۱۶ یې په ترینکوټ او ولسوالیو کې فعال او نور ټول يې لا هم له شاوخوا دوو میاشتو راهیسي تړل شوي دي.
هغه زياتوي چې د مخورو په استازيتوب يې له  وسله والو سره خبرې اترې روانې دي، خو په وینا يې، چې تر اوسه يي کومه پایله نه ده ورکړې.
د یادولو وړ ده، چي ددغه ولایت نژدې ټول روغتیايي مرکزونه شاوخوا دوې میاشتې وړاندي وسله والو له دې امله وتړل، چي د مسولینو په وینا وسله وال دوې غوښتنې لري، چي یوه يي په ځینو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړیدل او بله يي د لیرې پرتو سیمو په روغتيايي مرکزونو کې د جراحي ډاکټرانو په دندو ګمارل دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته