کابل باختر د ثور شلمه :
په پکتيکا ولايت کې په يوه ديني مدرسه کې تيره شپه يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شول .
دپکتيکا دوالي ويندوي مخلص افغان دباختراژانس خبريال ته وويل دغه جنګي وسايل دملي پوليسو او دسيمه ئيزو پوليسو د ځواکونو له خوا دعملياتو په بهير کې دپکتيکا ولايت دسروبي ولسوالۍ د بحر العلوم په ديني مدرسه کې ترلاسه شول .
افغان زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې دالو انداز څلور ماينونه ، دتوغندي دوه ماينونه ، دهاوان لس ماينونه او شپږ نور ماينونه او يوه اندازه سپکه وسله ترلاسه شوې ده .
ده زياته کړه چې ددغې پيښې په اړوند څلور تنه نيول شوي دي .
ديادونې وړ ده چې دبحر العلوم مدرسه دپکتيکا ولايت په کچه يوه ډيره ستره او مشهوره مدرسه ده .
0 1 دقیقه لوستل