نړۍ

د کندز په يوه روغتون دبريد د څيړنې په خاطر د اوباما لارښوونه

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ١٢  :
د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما  د دغه هېواد ددفاع وزارت ته لارښوونه
کړې ده  چې په کنــــدز کې د بې سرحده  ډاکترانو په روغتــــون د هوايي بريد پيښه وڅيړي.
دغه څيړنې په  داسې  حال کې پيل شوې دي چې  دبې سرحده  ډاکترانو دروغتون دوولس تنه ډاکتران او  روغتيايي کارکوونکي  په کندز ښارکې  په يوه روغتون  دناتو دځواکونو دهوايي بمباريو له امله  ووژل شول  او څو تنه نور ډاکتران بيدرکه شوي دي.
اوباما ويلي دي   په دې باب  له قضاوت څخه مخکې نه شي کيداى نظر څرګند کړي او موږ د تحقيق نتيجې ته  سترګې په لاره يو .
دده دڅرګندونوله مخې : په دې باب څيړنې  پيل  شوې  دي  .
بې سرحده ډاکترانو په افغانستان کې  په ١٩١٠ کال کې  خپل فعاليتونه پيل کړل اوپه کندز ولايت کې هم دافغانستان دنورو سيمو په شان کورني اوبهرني کارکوونکي په دغه مرکز کې فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته