سیاستخبرونهTOP

جمهورريیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون مازیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې، د تاوتریخوالي پایته رسولو پر اړتیا او اوربند او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو د مرستو پر غوره انسجام خبرې وکړې.
جمهورريیس د دایمې اوربند او سولې د تامین لپاره د افغان ولس غوښتنې ته په اشارې وویل، د تاوتریخوالي زیاتوالی په هیڅ راز موږ ته د منلو نه دي.
جمهورريیس زیاته کړه، د افغانستان دولت په سولې پروسه کې ملي پیاوړې اجماع رامنځته کړې، بین المللي ټولنه باید د تاوتریخوالي ختمولو په خاطر زموږ د خلکو د برحقه غوښتنې هراړخیز ملاتړ وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاینس دوحې ته د خپل وروستي سفر جزيیات له جمهورريیس سره شریک کړل، جمهورريیس غني او د افغانستان خلکو ته یې د جینوا کنفرانس د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله.
هغې ټینګار وکړ چې باید په افغانستان کې جنګ او تاوتریخوالی پایته ورسېږي او د سولې پروسه مثبتې پایلې ولري.
د دغې کتنې په پای کې جمهورريیس د کرونا ویروس دویمې څپې ننګونو ته په اشارې وویل، په کابل کې د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان (WHO) دفترونه دې د کرونا ویروس مبارزې استعجالیت او بېړنیو حالاتو ته په پام خپلې ژمنې د افغانستان روغتیایې سیستم د پیاوړتیا او کرونا ویروس دویمې څپې سره د اغېزمنې مبارزې په موخه ترسره کړي.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته