کابل باختر د مرغومي دولسمه :
د ظفر قول اردو د فقيد قوماندان مرستيال د جنرال نعمت الله خليل کورنۍ له مرکزي مقاماتو څخه د مرستې غوښتنه کوي .
د ملي اردو دغه ميړانې جنرال په بېلابېلو پوځي برخوکې له نږدې ديرشوکلونو خدمت وروسته څه ناڅه دوه مياشتې مخکې د يوه هليکوپټر د راغورځيدو له امله له يوشمېر مقاماتو او د ملي اردو له منسوبينو سره شهيد کړى شو.
د ترانسپورت وزير محمد حميد طهماسي او د هرات ولايت مرستيال او سرپرست محى الدين نوري د دغه شهيد له کورنۍ سره په کتنه کې د خپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب څرګند کړل .
د شهيد کورنۍ د دوى د ځينو ستونزو په وړاندې کولو سره، له جمهور رييس سره د کتنې غوښتوونکي شول .
دوى د جنرال خليل د کورنۍ ستونزو او دغه راز د وسله والو ځواکونو د شهيدانو له کورنيو سره د مرستې غوښتوونکي شول .
ختم_ عطاالله _ اکرم