سیاستTOP

جمهورريیس د شهیدانو د کورنیو غړو او لومړۍ کرښې سرتېرو سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل / د لیندی ۲۴ / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د لومړۍ کرښې امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ټلیفوني خبرو په لړ کې نن سهار د یو شمېر شهیدانو د کورنیو غړو او په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله وال پوځ سرتېرو سره خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرزرکړ.
جمهورريیس د شهید احمدخان پلار اکبرخان ته د ټلیفوني مکالمې پرمهال وویل: تاسو، ټولې کورنۍ او د کټواز ولسونو ته د شهید احمدخان د شهادت تسلیت وایم، خدای دې تاسې ساتي. شهید احمدخان زموږ اتل و، په زړه کې مو خاص ځای لري او ټوله کورنۍ یې زما تن او وجود دی.
د شهید احمدخان پلار د جمهورريیس له غمشریکۍ څخه په مننې وویل، ستاسو له کومک او کوښښ ډېر خوشاله یم، ما مې زوی د وطن او دولت خدمت ته روزلی و او پر شهادت یې ډېر ویاړم.
جمهورريیس اکبرخان ته په خطاب کې وویل، پوهېږم ستاسو لوی زړه، ستاسې ژمنه او هغه روزنه چې تاسو خپل اولاد ته ورکړې، ټول افغانستان او خاصتا ماته لوی ویاړ دی. خدای مو ساته، زما سلامونه ټولو ته ووایه. له مېړانې، ژمنې او شملې مو ډېره ډېره مننه.
ورپسې جمهوررئیس د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر او سرپرست سمونوال شېراغا الکوزي ته د هغه د ورور سمونیار محمدرفیق الکوزي د شهادت د تسلیت او غمشریکۍ پرمهال وویل، تاسو، ټولې کورنۍ، د الکوزي لوی قوم ، د هرات خلکو او همسنګرانو ته ستاسو د ګران ورور د شهادت تسلیت وایم.
سمونوال شېراغا الکوزي له جمهوررئیس څخه په مننې وویل، خدای دې په عزت او سرلوړی لره. زه د احمدشاه بابا، میرویس نیکه او وزیریارمحمدخان الکوزي لمسی یم او ویاړم چې موږ څلور وروڼه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د خپل وطن خدمت کوو. یو ورور مې معلول شو، بل اتل ورور مې شهید شو او خپله هم څو ځله ټپي شوم، بیا هم د جمهوریت د ساتنې او د خلکو د دفاع لپاره د وطن د دښمنانو پر وړاندې هر ډول مبارزې ته چمتو یم.
د هیواد جمهوررئیس د هغه د خدمت او عالي مورال قدرداني وکړه او وې ویل، خدای دې ساته. جمهوریت، د افغانستان ثبات او سوکالي به ستاسو د اتلولیو، مېړانې او تعهد له برکته تامینېږي او که هغه بل ورور دې له روغتیایي پلوه پاملرنې ته اړتیالري، زه به همدا اوس هدایت ورکړم .
د شهید محمدرفیق الکوزي ورور له جمهوررئیس څخه په مننې وویل، خدای مو په عزت لره، په هرات کې دې یو عمومي ځای زما د شهید اتل ورور په نوم ونومول شي او په پښتون زرغون ولسوالۍ کې دې د عملیاتو اجازه راکړل شي چې له دښمن څخه مې د خپل ورور بدل واخلم.
جمهوررئیس غني هغه ته په خطاب کې وویل، له لوړې روحیې او تعهد دې د زړه له کومې مننه، واقعا د یارمحمد غازي صدیق بچی یې چې د افغانستان استقلال یې خوندي کړ. د وزیر یارمحمدخان په اړه مې ټول تاریخي اسناد لیدلي. لومړۍ پلې قواوې په افغانستان کې زموږ دې اتل جوړې کړې. بیا هم ټول قوم ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
جمهوررئیس د شهید عبدالبصیرخان پلار عبدالله خان سره د غمشریکۍ پرمهال وویل، تاسو، کورنۍ، ټولو منسوبینو، د نورستان ولس او همسنګرانو ته یې تسلیت وایم. زه پوهېږم چې د زوی شهادت پلار ته څومره سخت دی او د همدې لپاره مې زنګ وواهه چې غمشریکي وکړم او احوال مو واخلم.
عبدالله خان د جمهوررئیس غمشریکي څخه په مننې وویل، رئیس صاحب ستاسو له همدردي مننه. زما پلار عسکر، زه خپله عسکر او زما زوی هم عسکر و، ستا تر قیادت لاندې قربانۍ ته تیار یوو. ټول د تره زامن او د شهید زوی کونډه او فامیل مې ستاسو غږ اوري. دا ستاسو غږ مې چې واورېد لکه زما زوی چې ژوندی وي، د دې خاورې بچی و او د دې لپاره مو روزلی و. تاسو ته د هغه د شهادت مبارکي وایم. بریالیتوب مو غواړم، ډېره زیاته مننه کوم او همېش ستاسو رهبرۍ لاندې قربانۍ ته چمتو یوو.
جمهوررئیس عبدالله خان ته په خطاب کې وویل، د وطن د دفاع په لاره کې ستاسو د زوی شهادت زموږ ویاړ دی، خدای مو ساته چې ستاسو غوندې افغانان وي تل به افغانستان وي، ټولو ته زما احترامات تقدیم کړئ.
د شهیدانو د کورنیو غړو سره د ټلیفوني خبرو په دوام جمهوررئیس غني د کاپیسا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونیار معشوق، د الینګار ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال عبدالحی، په بدخشان کې د ملي پوځ د لومړي کنډک قومندان ډګرمن غنمرنګ احمدزي او په کندز کې ډګرمن معشوق سره د بېلابېلو ټلیفوني تماسونو له لارې هغوی ته په خطاب کې وویل، ما زنګ وهلی چې په لومړۍ کرښه کې مو احوال واخلم.
د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان وویل، ټولو بریدملانو، افسرانو، سرتېرو، همسنګرانو، خپلو کورنیو او ولسونو ته زما سلامونه ورسوئ. تاسو دې ژوندي وۍ، ژوند مو مهم دی او دښمن ته به ماتې ورکړئ او انشاالله بریالیتوب ستاسو دی. موږ او تاسو د ماشومانو، مېرمنو، کونډو اویتیمانو لپاره جنګېږو. د دښمن شدت نه اسلامي او نه ملي اساس لري.
د افغان وسله وال پوځ د لومړۍ کرښې یادو منسوبینو له جمهوررئیس څخه په مننې وویل، د ټولو افسرانو، ساتمنانو او سربازانو په استازیتوب تاسو ته سلامونه وړاندې کوو او پر تاسو غوندې جمهوررئیس ویاړو. پرسونل ډېر اوچت مورال لري، پر وضعیت حاکم دي او دښمن ته به د شومو اعمالو د ترسره کېدو اجازه ورنه کړي.
هغوی زیاته کړه، په دې وروستیو کې وضعیت نورمال او زموږ تر کنټرول لاندې دی، ولسونه له امنیتي ځواکونو سره د امنیت په تامین کې همکار او همغږي دي. دښمن د خلکو له کورونو او کلیو استفاده کوي، موږ د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه په ډېر احتیاط اقدامات کوو او له خپلې خاورې، خلکو، خپلواکي او بیرغ څخه په مېړانه او صداقت دفاع کوو او په دې برخه کې هر ډول سرښندنو ته چمتو یوو.
جمهوررئیس د هغوی عالي مورال څخه په مننې وویل، خدای مو ساته دا ډاډ ټول افغانستان ته دی. له کورنیو مو مننه چې ستاسو غوندې صادق اولادونه یې روزلي دي. ستاسو د مېړانې او اتلولیو له برکته به کندز ولایت چې د افغانستان کندو او د نساجۍ مرکز و، واقعا په پښو ودرېږي.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته