امنیت

په ننګرهار کې ۱۹ ټنه نشه یي توکو ته اور واچول شو

جلال اباد/ باختر/ د تلې ۳ مه
د ننګرهار سیمه ییزو مسوولينو ۱۹ ټنو نشه يي توکو د سوځولو خبر ورکړ.
دغه توکي د تېر یو کال په بهیرکې د امنیتي مامورينو په ځانګړوعملیاتو او د وسایطو په پلټنه کې د ننګرهار ولایت په مربوطاتوکې کشف او ترلاسه شوي دي .
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر آژانس ته وویل چې ۱۹ ټنه نشه يي توکي له بېلا بېلو ادارو څخه د یوه هیيت په شتون وسوځول شول.
ده وویل: د دغه نشه يي توکي په تور په لسګونوتنه نیول شوي او عدلي او قضايي بنسټونوته معرفي شوي دي.
ختم/ ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته