کابل باختر د لړم دوه ويشتمه :
دهېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه دافغانستان دخلکو دهغو دښمنانو په وړاندې چې غواړي دغه هېواد دډار اچوونکو دجګړې په ډګر بدل کړي .
خپل ټترونه دال کړي دي او دملي هېوادنيو اواسلامي ارزښتونو په خاطر جنګېږي . دهغوى سرښندنې او ځان تيريدنې ددرک وړ دي او دهېواد ټولو خلکو ته درناوى دى .
دباختراژانس مفسر ليکي : په افغانستان کې جګړې اوپه بېلابېلو ولايتونو کې په ځېنو ولسواليو او کليو د ډار اچوونکو ډلو واکمنى ته په پاملرنې سره ، خلک تل پوښتنه کوي چې طالبآن هغه ډله چې په افغانستان کې دنړيوال ائتلاف دبريدونو په پيل کې شتون يې صفر ته ورسيد . څه ډول بيا تنظيم شول او نه يواځې دپښې ايښودلو ځاى بلکې هغه ځاى ته ورسيدل چې په افغانستان کې دسولې او جګړې په خبرو کې يولورې شول .
دغه پوښتنې ته ځواب کولاى شو دې موضوع ته ارتباط ورکړو چې نړيوال ائتلاف ددغې پديدې پرخلاف جګړه کې د ډار اچوونکو دملاتړ په نسبت دپاکستان دڅو اړخيزو لوبو ښکار شو .
هر څه چې وشول اوس په بيجينګ کې دشيانګ ددفاع په اتمه غوڼډه کې دهېواد ددفاع دوزير دمرستيال په خبره په افغانستان کې دډار اچوونکو شمير کابو پنځوسو زرو تنو ته رسېږي چې د ډار اچونې ديو ويشتو ډلو په قالب کې يې افغانستان د ډار اچوونکو سازمانونو دجګړې په ډګر بدل کړى دى .
ددغو ډلو دبشري ضد او انساني ضد کړنو په وړاندې دهېواد درښتينو بچيانو دريدل تاريخ جوړونکى شوې دي .
سرښندنې او ځان تيريدنې ددغو متحجرو ډلو په وړاندې پاڅون افتخاري مرګونه دي چې ددې هېواد دخلکو په ازادي غوښتونکي تاريخ کې زياتېږي .
نړۍ او دسيمې هېوادونه د ډاراچوونکو له ملاتړو پرته په دې پوهېږي چې دافغانستان ځوانان دډار اچوونکو پرخلاف دجګړې لومړى کرښې ته استول شوي دي که چيرې دوى نه واى نن به په سيمه کې د ډار اچوونکو دشتون جغرافيه پراخه شوې واي . خو دغه درېدنې ددې سبب شوې چې د ډار اچوونکو دسيمه ئيزو موخو په وړاندې خنډ رامنځته شي .
په لنډه توګه کولاى شو ووايو چې نه يواځې دافغانستان خلک بلکې دسيمې هېوادونه د ډار اچوونکو په وړاندې ددې هېواد درښتينو بچيانو دروا مبارزې مديون دي .
ختم- ف _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل