رپوټونه

تبصره

کابل /دسلواغې ۱۸مه/باختر
د ملګرو ملتو یوجګپوری مقام ټینګارکوي چې د افغانستان له خلکو سره باید له سیاسی ملاحظاتو پرته مرستې وشي.
د باخترآژانس مبصر لیکي: د ملګرو ملتو سازمان یو لوړ رتبه مقام د افغانستان له خلکوسره له قید او شرط پرته پرمرستو ټینګار کوي او وایي چې بشري مرستې دې له سیاسي ملاحظاتو پرته د افغانستان خلکوته برابرې شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او نړیوال بانک د افغانستان په ملیاردونو ډالره ملي شتمني کنګل کړې او ټینګار کوي چې د پراخ بنسټي حکومت تر جوړېدو پورې به د افغانستان دغه شمتني کنګل وي.
یوشمېر لوېدیځ هېوادونو هم د ځینو شرایطو په طرحه کولو سره له افغانستان سره خپلې مرستې په بشپړه توګه بندې کړې دي. ستونزه په دې کې ده چې همدغه هېوادونه به افغانستان کې د بشري حالت د خرابېدو نارې سورې وهلې، ځانونه د افغانستان د خلکو خراب اقتصادي حالت ته اندېښمن بولي او په دغه هېواد کې د بشري ناتار خبرداری ورکوي؛ خو د مرستو په وړاندې کولو او آن د افغانستان د پیسو په ازادولو سره چې کېدای شي له هغو څخه په دغه هېواد کې د حالت د ښه والي لپاره استفاده وشي شرایط لګوي.
دا د دې ښکارندوی کوي چې دغه هېوادونه د بشري حقوقو مسایل یوه پلمه بولي؛ خو په اصل کې د اقتصادي فشارونو راوړلو سره په افغانستان کې د خپلومشخصو هدفونو په لټه کې دي او په دې ترتیب بشري مرستو ته سیاسي شکل اوهویت ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف وایي: (د افغانستان خلکو ته به بشري مرستې له سیاسي ملاحظاتو پرته برابرې شي) څرکندوي چې بشري مرستې باید له سیاسي برنامو سره ونه تړل شي او اړو خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره سیاسي شرط کېنښودل شي.
افغانستان یو بې وزله هېواد دی او ۴۲ کلنې جګړې هرڅه د افغانستان له خلکواخیستي دي، ۴۲ کلنه جګړه چې په دغو خلکو تپل شوې ده، هغه جګړه ده چې پیلونکي یې د افغانستان خلک نه وو، یواځې د بهرنیو دسیسو او تېریو قربانیان وو او دي او نړیواله ټولنه د دغو خلکو پر وړاندې زیات اخلاقي مکلفیتونه لري چې له کومې ستونزې او شرایطو پرته یې ترسره کړي.
باید وویل شي چې نه یواځې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال بلکې یو شمېرهېوادونو هم د افغانستان د شتمنیو ازادولو غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې بشري مرستې باید له سیاسي برنامو سره ونه تړل شي
د ملګرو ملتو سازمان سرمنشي چین، روسیې، ترکیې، پاکستان، ایران او په همدې ترتیب یو شمېرامریکایي اواسترالیایي سناتورانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان پخواني استازي د افغانستان د شتمنیو ازادولو غوښتنه کړې ده او له اسلامي امارت سره یې پر تعامل ټینګارکړی دی.
د افغانستان د خلکواړتیاوې جدي دي په دغه هېواد کې مرستندویه بنسټونه ټینګار کوي چې افغانستان په روان میلادي کال کې د ۲۴ملیونو تنوسره د مرستې لپاره ۴،۴ملیاردو ډالرو ته اړتیا لري.
په دغه شان شرایطو کې د مرستو لپاره د شرطونو ایښودل او د افغانستان د ملي شتمنیو کنګل کول سم کار نه دی او هغوی به د دغو ناوړو پایلوعامل وي چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته سیاسي رنګ ورکوي او د غیرموجې پلمو سره یې د دغه هېواد ملي شتمنۍ لاسته کړي دي او د کنګل پاتې کېدو او یا هم نورو ته یې د ورکولو لپاره پروګرامونه او توطیې جوړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته