امنیت

په زابل کې ٩ طالبان ووژل شول

کابل / د غبرګولي ۱۷ مه / باختر
د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې يوې غير مسوولې وسله والې ډلې له ‌طالبانو سره نښته کړې چې په پايله کې يې ٩ ‌‌‌‌طالبان وژل شوي دي.
د شاه جوى ولسوال نور آغا شهيد زى وايي چې دغه نښته د شاه جوى په جعفرو کلي کې شوې چې ٩ وسله وال طالبان په کې وژل شوي او ٣ نور يې ټپيان شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته