سیاستخبرونهنړۍرپوټونه

جګړې چې ګټه راوړه

– کابل، د غبرګولي ۲۶ مه، باختر

روسیې له اوکراین سره په جګړه کې میلیاردونه یورو ګټلي دي او په دې توانیدلی چې په نړیواله کچه خپله کرنسي، روبل پیاوړى کړي.

د باختر آژانس مبصر ليکي؛ د روسيې او اوکراين د جګړې له پيلېدو سره، امريکا او لوېديځو متحدينو يې پر مسکو سخت بنديزونه ولګول، فکر يې کاوه چې د خپل ختيځ ځواکمن مخالف به په اقتصادي جګړه کې په ګونډو کړي، خو د وخت په تېرېدو څرګنده شوه، چې دا سنجش دقیق نه و، له دې جګړې څخه تر سلو ورځو زیاتې تېرې شوې دي.

د انرژۍ او پاکې هوا مطالعاتي څيړنيز مرکز چې د فنلند په هلسنګي کې دى ښيي چې روسیې د اوکراین د جګړې په لومړیو سلو ورځو کې د فوسیلي انرژۍ له صادراتو څخه څه د پاسه ۹۳ میلیارده یورو ترلاسه کړي دي.

په زړه پورې خبره دا ده چې د دغو صادراتو زياتره برخه د اروپايي ټولنې هېوادونو ته تللي، په داسې حال کې چې دغو هېوادونو پر ځينو هېوادونو لکه  آلمان او ايټاليا پر مسکو سخت بنديزونه لګولي دي.

د اروپايي اتحادیې مشرانو د مې په وروستیو کې موافقه وکړه چې د بندیزونو د یوې برخې په توګه د دې کال تر پایه اروپايي هیوادونو ته د روسیې د تېلو زيات صادرات تحريم کړي.

اروپايي اتحادیې په دې وروستیو کې له روسیې څخه  د تېلو پر وارداتو تدریجي بندیزونه لګولي؛ خو نه دي توانیدلي چې هغه بند کړي، لامل یې څرګند دی، اروپا د روسیې د تېلو او ګازو پر وړاندې هیڅ بدیل نه لري.

د دغې مطالعاتي موسسي د موندنو پر اساس “د اوکراین د جګړې په لومړیو سلو ورځو کې، اروپايي ټولنې له روسیې څخه د څه دپاسه ۵۷ میلیارده یورو په ارزښت تېل وارد کړي دي.”

“په دې موده کې له روسیې څخه د تېلو تر ټولو لوی واردونکي په ترتيب سره چین        د (١٢مپلیارد او ٦ سوه ميلیونه یورو)، آلمان (د ١٢ ميلیارد او ١٠٠ ميلیون یورو) او ایټالیا (د ٧ ملیارد او ٨ سوه ميلیون یورو) وو. ” خو مسکو د اوکراین د جګړې له پیل سره د خپلې اقتصادي مهندسۍ په فکرکې هم و او ښه پوهېده چې پر روسیې به بندیزونه ولګول شي، خو په دغو ګډوډيو کې يې خپل اقتصاد ته وده ورکړه، ځکه په دې ډاده و، چې اروپا نه شي کولای د روسيې له انرژۍ پرته اقتصادي  وده ولري يا خپلو اتباعوته ګاز ورسوي.

د روسیې جمهور رئيس ولادیمیر پوتین ويلي دي،  “دا ډېر له امکانه لرې ده چې اروپا به په راتلونکو څو کلونو کې د انرژۍ له سرچینو څخه صرف نظر وکړي.”

هغه ټینګار وکړ:” اوس اقتصادي وضعیت داسې دی، چې د اوومه تېلو پر ځای د روسیې د تېلو پلور به زیات ګټور وي.”

د روسیې جمهور رئیس دا هم وویل، که اروپايي اتحادیه د روسیې د انرژۍ له سرچینې صرف نظر وکړي، په اوسنیو شرایطو کې دا ډول اقدام “ناممکن” دی او ټینګار یې وکړ چې معلومه نه ده چې په راتلونکو کلونو کې به څه پېښ شي؛ خو د اوکراین جمهور رئيس ولادیمیر زیلینسکي په وار وار له خپلو متحدينو غوښتي چې پر روسیې د سختو بندیزونو د لګولو په ګډون د دې هېواد د انرژۍ پر سرچینو هم بندیزونه ولګوي، مګر دا غږ لږ اورېدل شوى ځکه چې لویدیځ د روسیې په تېلو او ګازو تکیه کوي او د بل هیواد لپاره به کلونه وخت ونیسي چې د هغه ځاى ونيسي.

په تېلو او ګازو سربیره، روسیې د غلو صادرات په ځانګړې توګه د اوکراین غنم هم مديريت کړل.

اوکراین چې د جګړې له پیل څخه مخکې د نړۍ د غنمو یو له مخکښو صادرونکو هیوادونو څخه و او ویل کیږي چې په کال کې یې ۲۰ میلیونه ټنه غنم تولیدول؛ خو اوس دغه موقف نه لري.

د اوکراین سمندري بندرونه یا د روسیې د ځواکونو په کنټرول کې دي او یا هم د دغو ځواکونو تر ګواښ لاندې، اوکراین اوسمهال د ځمکې له لارې په اورګاډو او موټرو کې غنم لېږدوي؛ خو په دې نه دى بريالى شوى چې د سلو ورځو مخکې د صادراتو ظرفیت پوره کړي.

نن که په نړیواله کچه د غلو اوغنمو د بيو د لوړوالي مسئله مطرح ده، هغه دا چې روسیې د اوکرایین د غلو صادرات یا لاس ته راوړي او یا یې ګډوډ کړي دي.

حقیقت دا دی چې امریکا او لویدیځ د دې لپاره چې دوی په غلطې محاسبې سره عمل وکړ او په جګړه کې د اوکراین په ښکېل کولو سره يې وغوښتل د روسیې اقتصاد ویجاړ کړي، برخلاف يې د هغه په وده کې رول ولوباوه  او لويديځ هېوادونه لکه

آلمان ،ایټالیا او نور.. د روسیې د نفتو تر ټولو ستر پیرودونکي پاتې شول.

دا جګړه د روسانو په ګټه تمامه شوه او دا د امريکا لپاره يو لوى ګوزار و، چې له بده مرغه د دې جګړې بایلونکي د اوکراین خلک دي، چې د نورو د مغرضانه سیاستونو قرباني شوي دي. په دې جګړه کې د اروپايي هېوادونو اقتصاد هم زيانمن شو، ځکه همدا روسيه ده چې اوس د اروپايانو لپاره د تېلو، ګازو او غنمو بيه ټاکي او مجبور دي چې په هماغه بيه يې واخلي چې روسانو ټاکلې ده،  دوى مجبور دي چې  له متحده ایالاتو څخه د وسلو اخیستلو لپاره ملیاردونه ډالر مصرف کړي.

په اصل کې، د اوکراین جګړه يوه  اقتصادي جګړه ده  چې مشخص  ګټونکي او بایلونکي لري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته