کابل/باختر/ د چنګاښ ۶ مه
په غزني کې ٥٧ وسله وال طالبان تېره شپه په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول ايمل مومند باختر آژانس ته وويل: په هغه هوايي بريد کې چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د راټوليدو په ځاى کې وشو، ٥٧ وسله وال طالبان ووژل شول.
مومند زياته کړه: په وژل شويو کې د ده يک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو پوځي مسوول رحمت الله مبارز هم شامل دى.
هغه زياته کړه: په هوايي بريد کې د دښمن څو جنګي وسايل او وسايط له منځه وړل شوي دي.
پاى ذ